Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 10

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي،، نو کله چې بنده {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} ووایي، نو الله تعالی وفرمايي چې : زما بنده زما حمد ادا کړ ، کله چې ووایي: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، نو الله جل جلاله وفرمايي چې: زما بنده پر ما ثنا وویله، او کله چې ووايي: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، نو وفرمایي چې: زما بنده زما لویي بیان کړه،. یو ځل (راوي وویل) الله تعالی وفرمایي چې: خپلې چارې یې ماته راوسپارلې، نو کله چې ووایي: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}: الله تعالی وفرمایي چې : دا زما او زما د بنده ترمنځه ده، زما بنده چې هر څه وغواړي هغه لره شته، نو کله چې ووایي: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، وایي: دا زما د بنده لپاره دي او زما بنده ته هر هغه څه شته چې هغه یې غواړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په داسې حال کې چې جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ سره ناست و چې له پاسه یې یو غږ واورېد، نو سر یې پورته کړ او ویې ویل: دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه خلاصه شوې، له هغې څخه یوه ملايکه راکوزه شوه، ویې ویل: دا هغه ملايکه ده چې نن ځمکې ته راکښته شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه راښکته شوې، نو سلام یې وکړ او ویې ویل: تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تا سره کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه کله خپل خوب ځای ته راغی، نو خپل لاسونه به یې سره یو ځای کړل، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه به یې ولوستل او په لاسونو کې به چف کړل، بیا به یې لاسونه پر ځان راکش کړل، تر کوم ځایه به یې چې لاسونه رسېدل، له سر څخه به یې پيل وکړ، پر مخ او د بدن په مخکې برخې راکش کړل، دا کار به یې درې ځلې تکراروو.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي زهراوین (بقرة او آل عمران) تلاوت کړئ، ځکه چې دواړه د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو یا سیورو په شان راځي، یا د مرغانو د دوو سېلونو په څېر، د خپل ویونکي څخه به دفاع کوي، البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت، پرېښودل یې پښېمانتیا، او جادوګران يې مقابله نشي کولی او نه يې اثر له منځه وړلې شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".
صحيح دی متفق علیه دی