Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 159

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (53)
رسول الله صلی الله عليه وسلم یمن ته واستاوه، نو هغه ترې د هغو څښاکونو په اړه وپوښتل چې هلته جوړېږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هغه څه دي؟» ده وویل: «البِتْعُ او المِزْرُ» نو ابی بردة ته وویل شول چې: «البِتْعُ څه شی دی؟» هغه وویل: د شاتو نبیذ (یعنې هغه څښاک چې له شاتو جوړېږي او وروسته نشه‌وَر شي) او: المِزْر: د وربشو چمتو شوی څښاک دی، نو هغه صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هر نشه‌وَر (مستی راوستونکی) حرام دی». بخاري روایت کړی.
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي د دوی ایمان به تر ستوني هاخوا نه تېرېږي، نو هر چېرې چې ورسره مخ شوئ، ورسره وجنګېږئ او ویې وژنئ؛ ځکه د هغوی وژل د هغه چا لپاره د قیامت په ورځ اجر دی چې وژلی یې وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په جماعت سره د یو سړي لمونځ د کور او بازار د لمانځه په پرتله څه د پاسه شل درجې لوړې دي، دا ځکه چې که له دوی څخه یو څوک ښایسته اودس وکړي. بیا جومات ته راشي او یوازې لمونځ یې جومات ته راباسي، له لمانځه پرته بله اراده نه لري، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه درجه یې پرې لوړیږی او یوه ګناه یې ترې توییږي، تر دې چې جومات ته ننوځي، نو کله چې جومات ته ننوځي دی په لمانځه کې دی، ځکه چې یوازې لمونځ ایسار کړی دی، او ستاسو څخه پر یو تر هغه وخته پورې ملاېکې درود وایي چې دی په هغه ناسته کې وي چې لمونځ یې په کې کړی دی، وایې: ای الله رحم پرې وکړه، ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه، تر څو یې چې اودس خراب شوی نه وي او داسې کار یې نه وي وکړي چې خلک او ملاېکې پرې ازاریږي».
صحيح دی متفق علیه دی
«يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ، فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ، انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ، وَإِلَّا أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک ویده شي نو شیطان یې د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي او له هرې غوټي سره ورته وایې چې مخې ته دې لویه شپه ده نو ویده شه، که چېرته راویښ شو او الله تعالی یې یاد کړ، نو یوه غوټه یې خلاصه شي، او که اودس یې وکړ (بله) غوټه یې خلاصه شي او که چېرته یې لمونځ وکړ بله غوټه یې خلاصه شي، نفس یې پاکیزه او تازه شي، که نه نو په داسې حال کې به پرې سبا شي چې تمبل او مردار نفس لرونکی به وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې تکبیر ووایه نو له قراءت پیلولو وړاندې به یوه لحظه چپ پاتې شو، نو ما وویل: اې د الله رسوله ! زما پلار او مور دې له تا څخه قربان شي، د تکبیر او قراءت تر منځه د چوپتیا په اړه خبر راکړه، چې څه وایې؟ هغه وفرمایل: «زه وایم: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».اې الله زما او د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.
صحيح دی متفق علیه دی
زما مور؛ د رواحه لور، زما له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما لپاره د خپل مال یوه برخه ماته ډالۍ کړي، نو پلار مې یو کال دا کار وځنډاوه، بیا یې ومنله، نو مور مې وویل: زه راضي نه یم تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته یې ډالۍ کوې، نو پلار مې زما لاس ونیوه، زه هغه وخت ماشوم وم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې بوتلم، ویې ویل: اې د الله رسوله! د دې ماشوم مور غواړي ته پر هغه څه شاهد شې چې زه یې د هغې زوی ته ډالۍ کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه لرې؟ ویې ویل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ټولو ته دې همدومره (مال) ډالۍ کړی دی؟ ویې ویل: نه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نو ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم نه شاهد (ګواه) کېږم»، او د مسلم په روایت کې راغلي: «نو پر دې بل څوک شاهد وګرځوه».
صحيح دی متفق عليه دی او ګڼ (بیلابیل) الفاظ لري
هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.
صحيح دی متفق علیه دی