Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 1

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو نو هېڅ خوب به یې نه لیده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به واقع کېده، بیا یې ګوښه والي ته لیوالتیا پیدا شوه، نو د حراء په غار کې به د عبادت په موخه ګوښه کېده او د شمار شپې به یې عبادت کاوه مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي، نو د دې کار لپاره به یې توښه برابروله، بیا به خدیجې ته راته او د هغې په څېر به یې توښه برابره کړه، تر دې چې حق (جبرائیل - علیه السلام-) ورته راغی، پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملايکه ورته راغله او ورته یې وویل: « ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره يې زور راکړ، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} [العلق:1-3] ، ژباړه: ولوله په نوم د رب خپل؛ هغه ذات چې پیدا کړی یې دی، پیدا کړی یې دی انسان له پنډې شوې وینې څخه، ولوله او ستا رب د عزت خاوند دی» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره خدیجې رضي الله عنها ته راغی پداسې حال کې چې زړه یې لړزېده، او ویې ویل: «زَمِّلُونِي، زَمِّلُونِي» یعنې په کالیو کې مې تاو کړئ، هغوی تاو کړ، تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې کېسه وکړه او ویې ویل: «په رښتیا چې په خپل ځان ووېرېدم» خدیجې وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ځکه ته خپلوې پالي، د اړمنو لاسنیوی کوې، ګټوره سوداګري کوې او نورو سره مرسته کوې، میلمه پالې، او په حقه د اړمنو مرسته او ملاتړ کوې، نو خدیجې خپل د تره زوی ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزا ته وروست چې نصراني و او د جاهلیت پر مهال نصراني شوی و، په عبراني ژبه يې ليکل کولی شو، او د انجيل نه به يې په عبراني ژبه ليکل کولی څومره چې الله تعالی وسه ورکړې وه، حال دا چې هغه یو عمر خوړلی انسان و او ړوند شوی و، نو خدیجې ورته وویل: اې د کاکا زويه، له خپل وراره څخه دې واوره، نو ورقه ورته وويل: وراره څه وینې، یعنې څه دې لیدلي دي؟ نو رسول صلی الله عليه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې ليدلي يې و، ورقه ورته وويل: دا هغه ناموس (راز دار) دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام نازل کړی و، كاش زه هغه مهال ځوان وای (چې ستا ملاتړ او مرسته مې کړی وی)، کاش زه هغه مهال ژوندی واى چې قوم دې تا ( له وطنه ) وباسي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «ايا هغوی به ما وباسي؟» هغه وويل: هو، هر چا چې ستا غوندې څه راوړي، له هغه سره دښمني شوی، که هغه ورځ زه وم نو ټينګه مرسته به دې کوم، بیا ورقه یو څه وخت ژوندی و، بیا مړ شو، او وحې د څه وخت لپاره بنده شوه.
صحيح دی متفق علیه دی