Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 7

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

یو سړی و چې ما بل څوک نه پېژانده چې له جومات څخه دې تر هغه لرې وي، خو هېڅ لمونځ یې نه پرېښوده، وایي نو ورته وویل شول: یا دا چې ما ورته وویل: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې په تودوخه کې پرې سپرېږې، هغه وویل: زه نه غواړم چې کور مې د جومات خواته وي، زه غواړم چې تر جومات پورې مزل مې راته ولیکل شي او دا چې بېرته کله خپلې کورنۍ ته ځم، نو رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: «الله تعالی درته دا ټول راټول کړي دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم زما سره و چې حولاء بِنْت تُوَيْتِ بْنِ حَبِيبِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى زموږ په خوا کې تېره شوه ما وویل: چې دا حولاء بنت تویت ده، خلک وایي چې دا د شپې نه ویده کېږی (عبادت کوي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د شپې نه ویده کېږي! دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کېږي تر څو چې تاسو په عمل کولو ستړي نه شئ".
صحيح دی متفق علیه دی
"له تاسو مخکې په خلکو کې یو پاچا و او یو جادوګر یې درلود، کله چې جادوګر بوډا شو، نو پاچا ته یې وویل، زه بوډا شوی یم، یو هلک راولېږه چې جادو ورزده کړم، نو پاچا هغه ته یو هلک ورولېږه چې زده کړه ترې وکړي، د هلک په لاره کې یو راهب و، کله به چې په لار تېرېده هغه سره به یې ناسته کوله او خبرې به یې ترې اورېدې تر دې چې ترې اغېزمن شو، نو همداسې به یې کول چې جادوګر ته د تلو پر مهال به له راهب سره کښېناسته، کله به چې جادوګر ته ورغی هغه به وواهه، نو راهب ته یې له جادوګر څخه شکایت وکړ" هغه ورته وویل: کله چې له جادوګر څخه وېرېدې ورته وایه چې کورنۍ اېسار کړی وم، او که له کور څخه دې وېره درلوده ورته وایه چې جادوګر اېسار کړی وم'" په همدې حال کې ګوري چې یوه ورځ یو لوی ځناور خلک اېسار کړي او ترې تېرېدلای نه شي، نو ویې ویل: نن به پوه شم چې جادوګر په حقه دی که راهب؟ نو یوه تېږه یې راواخېسته، او ویې ویل"ای الله، که د راهب لاره تاسو ته د جادوګر په پرتله خوښه وي نو دا ځناور ووژنه، ترڅو خلک تېر شي، بیا یې وویشت تر دې چې ووژل شو او خلک تېر شول، بیا راهب ته ورغی او خبر یې کړ، راهب ورته وویل: ای بچیه، ته نن له ما څخه غوره یې. ستا معامله هغه ځای ته رسېدلې ده چې زه یې ګورم او دا چې ته به ازمایل کېږې، نو که وازمایل شوې زما په اړه هېچا ته مه وایه، پدې وخت کې به هلک ړانده او برګي ناروغان رغول او د هر ډول ناروغیو درملنه به یې کوله، بیا د پاچا یو درباري و چې ړوند شوی و هغه خبر شو او ډېرې ډالۍ ورته راوړې، ویې ویل: که ته ما روغ کړې نو څه چې دلته دي ټول ستا دي. هغه وویل: «زه هېچا ته شفا نه ورکوم؛ یوازې الله شفا ورکوونکی دی، که ته په الله ایمان راوړې، زه به له الله څخه سوال وکړم نو هغه به تا روغ کړي» هغه په الله ایمان راوړ، او الله روغ کړ، بیا هغه پاچا ته لاړ او له هغه سره د پخوا په څېر کښېناست، پا چا ترې وپوښتل: "چا دې دید بېرته درکړ؟" هغه ځواب ورکړ: زما رب، هغه وویل: آیا ته له ما پرته بل رب لرې؟ هغه وویل: زما رب او ستا رب الله دی، هغه راونیوه شکنجه یې کړ تر دې چې د هلک په اړه یې خبر کړ، هلک راوستل شو، پاچا ورته وویل: ای بچیه، ستا جادو دومره حد ته رسیدلی چې ته ړوند او برګی ناروغ رغولی شې، او داسې او داسې کارونه کوې، هغه وویل: زه هیڅوک نه شم رغولی، دا الله دی چې شفا ورکوي، نو هغه یې دومره شکنجه کړ تر دې چې راهب یې وروښود، راهب راوستل شو او ورته وویل شو چې: "له ایمان څخه واوړه" هغه انکار وکړ، پاچا آره راوغوښته او د هغه په سر یې کېښوده او هغه یې دوه ټوټې کړ، تر دې چې دواړه ټوټې په ځمکه ولویدې، بیا د پاچا ملګری راوستل شو او ورته وویل شول: "ایمان دې پرېږده" خو هغه هم انکار وکړ. نو د هغه په سر یې هم اره کېښوده او هغه یې دوه ټوټې کړ تر دې چې دواړه ټوټې پر ځمکه پرېوتې، بیا هلک راوستل شو او ورته وویل شول: "خپل دین دې پرېږده" خو هغه انکار وکړ، نو هغه یې د خپلو ملګرو یوې ډلې ته وسپاره او ورته یې ویې ویل: "هغه فلاني غره ته یې وخېژوئ، نو کله چې ته د غره څوکې ته ورسېدئ، که له خپل دین څخه یې لاس واخېست ښه ده؛ که نه نو ښکته یې وغورځوئ" دوی له ځان سره بوته او غره ته وختل، هلک وویل: "ای الله! څنګه چې غواړې له دوی مې وساته. نو غر ولړځېد او دوی ترې راولوېدل، هلک بېرته پاچا ته راغی، پاچا وویل: ستا ملګرو څه وکړل؟ هغه وویل: الله تعالی زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شو، نو هغه یې د خپلو ملګرو یوې بلې ډلې ته وسپاره او ویې ویل: دا واخلئ په کېښتۍ کې یې سپور کړئ او د سمندر منځ ته یې بوځئ، که له خپل دین څخه یې لاس واخېست ښه ده، که نه نو له ​​کېښتۍ یې وغورځوئ، دوی همداسې وکړل، هلک وویل: ای الله! زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شه لکه څنګه چې ته غواړې. نو کېښتۍ پر دوی واوخته او دوی ډوب شول، هلک بېرته پاچا ته راغی، پاچا ورته وویل: "ملګرو دې څه وکړل؟" هغه وویل: "الله تعالی زما لپاره د دوی په وړاندې کافي شو" بیا یې پاچا ته وویل: "ته ما تر هغه وخته نه شې وژلی چې زما خبره ونه منې" پاچا وویل: "کومه خبره؟" هغه وویل: "خلک به په یوه ځای کې راټول کړې، بیا به ما د خرما په یو ډډ ورپورته کړې او زما له ځولۍ به غشی راواخلې او په کمان کې به یې کېږدې او ما به پرې وولې او د وېشتلو پر مهال به ووایي : بسم الله رب الغلام، یعنې د الله په نوم چې د دې هلک رب دی، نو بیا به زه ووژل شم" نو همغه و چې خلک یې په یو ځای کې راټول کړل او هغه یې د ونې د تنې پورې په دار وځړاوه، بیا یې د هغه له چانټې غشی راووېشت، په کمان کې یې کېښود او ویې ویل: "د الله په نوم، چې د دې هلک رب دی" بیا یې پرې وویشت، نو غشی یې د غوږ او سترګې ترمنځ ولګېده، نو هلک پرې لاس کېښود او مړ شو، همغه و چې خلکو وویل: موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، نو یو څوک پاچا ته راغی او ورته یې وویل: هغه څه وشول چې تا ترې وېره درلوده، ټولو خلکو ایمان راوړ، نو امر یې وکړ او خندقونه وویستل شول او اور پکې بل کړی شو، او ویې ویل: څوک چې له خپل دین څخه نه اوړېده نو پکې یې وسوځوئ، او یا به ورته ویل کېدل چې ځان وروغورځوه، نو همداسې یې وکړل، تر دې چې یوه ښځه راوستل شوه او د هغې سره يې ماشوم هم و، نو زړه نازړه شوه چې اور ته ځان وغورځوي کنه، نو ماشوم ورته وویل: «ای مورجانې صبر وکړه، ته په حقه یې».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«د انسان د غړو په هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر پکې راخیژي او د دوو مخالفو کسانو تر منځه روغه جوړه کوي صدقه ده، او یو چا سره د هغه په سپرلۍ کې مرسته کول صدقه ده چې د هغه په سپرولو کې ورسره مرسته وکړي او یا ورسره د سپرلۍ په بارولو کې مرسته وکړي، او نېکه وینا صدقه ده او هر قدم چې د لمانځه په لور یې پورته کوي صدقه ده او له لارې ضررناک شیان لرې کول هم صدقه ده.
صحيح دی متفق علیه دی
کله چې ابو طالب د وفات کېدو په حال کې و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته راغی او ابوجهل او عبدالله بن ابي امیه بن المغیره یې ورسره ولیدل، نو ویې ویل: «اې کاکا!: د (لا اله الا الله) کلمه ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندې ستا لپاره دلیل ووایم» نو ابو جهل او عبدالله بن ابي اميه وويل : آيا ته د عبدالمطلب دين پرېږدې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پورې ورته د کلمې وییلو وړاندیز کاوه او هغوی دواړو ورته همغه خبره کوله تر دې چې ابو طالب په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې زه د عبد المطلب په دین یم، او له دې یې انکار وکړ چې: لا اله الا الله ووایي، وایې چې رسول الله صلی یالله علیه وسلم وفرمایل: قسم په الله چې زه به خامخا تاته بښنه غواړم تر څو چې در څخه منع شوی نه یم، نو الله تعالی دا وینا نازله کړه چې فرمایي: {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ} [التوبة: 113] [د نبي او هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي]. او الله تعالی د ابو طالب په باره کې دا آیت نازل کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ}. (القصص: 56) [پرته له شکه ته هغه چاته لار نشې ښودلی چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي لارښوونه يې کوي].
صحيح دی متفق علیه دی
«د انسان پر هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر راخېژي، د دوو کسانو ترمنځ جوړجاړی کول صدقه ده، د یو چا سره د هغه پر څاروي بارولو کې مرسته کول، چې پرې سپور شي او یا یې ورسره په بارولو کې مرسته وکړي صدقه ده. ښه او خوږه خبره صدقه ده. هر قدم چې ته يې جومات ته د لمانځه لپاره اخلې صدقه ده او د لارې نه د ضرري شي لرې کول هم صدقه ده».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
په داسې حال کې چې مونږ په مسجد کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې یو سړی په اوښ سپور راغی، اوښه یې په مسجد کې چو کړه او بیا یې پښې ته ولکه ورواچوله، بیا یې هغوی ته وویل: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په منځ کې ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبدالمطلب زویه! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ما ځواب درکړ (یعنې خبره دې اورم) نو هغه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه سختې پوښتنې کوم، نو - زما په پوښتنو - مه غصه کیږه او زړه ته یې مه نیسه (یعنې خوا دې پرې مه بدوه) نو ويې فرمايل: هر څه دې چې زړه کې وي په اړه یې پوښتنه وکړه، نو ویې ويل: زه له تا څخه ستا د رب او له تا څخه د مخکنيو خلکو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آيا ته الله تعالی ټولو انسانانو ته لېږلې يې؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم - ويې ويل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ هغه وفرمایل: هو ، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، هغه وویل : زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې د کال دا میاشت - رمضان - روژه ونیسو؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږي چې زه ریښتېنی یم - ویې وییل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارو څخه دا زکات واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږي چې زه ریښتینی یم، نو سړي وویل: هغه څه دې چې راوړي ما پرې ایمان راوړی دی او زه؛ زما تر شا د خپل قوم د خلکو استازی یم، او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم.
صحيح دی متفق علیه دی