Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 20

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې یو ناڅاپي غږ یې تر غوږه شو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا پوهیږئ چې دا څه دي» وایي: موږ وویل چې الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"په جنت کې یوه ونه ده چې په یوه چټک او ښه روزل شوي آس سپور پرې سل کاله سفر وکړي خو بیا یې هم پای ته نه شي رسولی".
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نلري، او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه رسول دی، او دا چې پر هغه یې د (کُن) په کلمې سره مریم علیها السلام ته د جبریل علیه السلام په واسطه زیری ورکړی، او دا چې د هغه له طرفه روح دی (چې جبریل علیه السلام د هغې په ګریوان کې پو کړی دی) ، او دا چې جنت حق دی او دوزخ حق دی، (چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي".
صحيح دی متفق علیه دی
«يُؤْتَى بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُ بَطْنِهِ، فَيَدُورُ بِهَا كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِالرَّحَى، فَيَجْتَمِعُ إِلَيْهِ أَهْلُ النَّارِ، فَيَقُولُونَ: يَا فُلَانُ مَا لَكَ؟ أَلَمْ تَكُنْ تَأْمُرُ بِالْمَعْرُوفِ، وَتَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ؟ فَيَقُولُ: بَلَى، قَدْ كُنْتُ آمُرُ بِالْمَعْرُوفِ وَلَا آتِيهِ، وَأَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». «د قيامت په ورځ به يو سړى راوستل شي او اور ته به واچول شي، نو كولمې به یې راووځي، هغه به خپلې کولمې په ځان پسې راکاږي او داسې به تاویږي لکه څنګه چې خر مېچن تاووي، نو دوزخیان به ورته راټول شي، وایې به: اې فلانکیه، په تا څه شوي؟ آیا تا به خلکو ته په نېکۍ امر نه کاوه او له بدۍ به دې نه منع کول؟ نو وبه وایي: هو، ما به په نیکۍ امر کاوه او خپله به مې نه کوله، او له بدیو به مې خلک منع کول او خپله به مې کوله».
صحيح دی متفق علیه دی