Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 12

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ».
صحيح دی متفق علیه دی
"اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته به بل هېڅ سیوری نه وي: عادل پاچا، هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي، هغه سړی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره یو بل سره مینه لري، په همدې سره یو ځای شوي وي او په همدې سره جلا شوي وي، او هغه سړی چې یوې د منصب او ښکلا خاوندې ښځې (بدکارۍ) ته بلنه ورکړې وي خو هغه ویلي وي: زه له الله نه وېرېږم، او هغه سړی چې په پټه صدقه ورکړي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي ښي لاس یې څه ورکړي دي، او هغه سړی چې کله الله یاد کړي، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شي".
صحيح دی متفق علیه دی
"یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي، او ددې دواړو تر منځه هغه چارې دي چې حلال او حرام یې څرګند ندی (شکي چارې دي) چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي، نو چا چې لدې شکي چارو څخه ځان وساته په حقیقت کې هغه خپل دین او عزت وساته، او څوک چې پدې شکي چارو کې ښکېل شو هغه په حرامو کې ولوېد، لکه یو چوپان چې د فصل (پټي) خواوشا رمه څروي نو - هره شېبه - شوني ده چې ورګډه شي او پکې وڅریږي - خبردار اوسئ چې هر پادشاه د ځان لپاره منع شوي ځایونه لري چې هلته ورننوتل منع وي - نو خبردار اوسئ چې د الله تعالی منعه شوي ځایونه د هغه محارم دي؛ یعنې هغه کارونه چې هغه حرام کړي دي، خبردار اوسئ چې په بدن کې د (غوښې) یو ټوټه ده، که هغه روغه وه ټول بدن روغ دی، او که فاسده وه نو ټول بدن فاسد دی، خبردار اوسئ چې هغه زړه دی".
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی