Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! که یو څوک راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟ هغه وفرمایل: «خپل مال مه ورکوه»، ویې ویل: که له ما سره وجنګېږي؟ ویې فرمایل: «له هغه سره وجنګېږه»، هغه وویل: که ما ووژني؟ ویې فرمایل: «نو ته شهید یې»، هغه وویل: که زه هغه ووژنم؟ ویې فرمایل: «هغه به په اور کې وي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ» هغوی وویل: اې د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول».
صحيح دی متفق علیه دی
«كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلاَنُ، عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ». «زما ټول امتیان بخښل شوي دي پرته له هغو څخه چې د - ګناه - ښکاره کوونکي وي، او -ګناه- ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال دا چې هغه به په داسې حال کې شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، خو دی به سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله پرې پرده اچولې وه».
صحيح دی متفق علیه دی
څوک چې له غره ځان وغورځوي او ځان ووژني، نو هغه به د دوزخ په اور کې همداسې غورځول کېږی، تل به هلته وي، ابدي عذاب کې به وي، څوک چې زهر وخوري او ځان ووژني، نو زهر به یې د دوزخ په اور کې په لاس کې وي، هماغه زهر به بیا بیا خوري، تل به هلته وي او ابدي عذاب کي به وي، او چا چې ځان په یو اوسپنیز توکي وواژه، نو همدا وسله به ئې په لاس کې وي، خپل نس به پرې بیا بیا سوری کوي، تل به هلته په ابدي عذاب کې وي».
صحيح دی متفق علیه دی