Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.
صحيح دی متفق علیه دی
«لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی