Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي».
صحيح دی لومړی حدیث: مسلم روایت کړی دی، او دوهم حدیث: احمد او الدارمي روایت کړی دی.
"الله تعالی د نېغې لارې مثال - داسې - بیانوي چې د لارې په دواړو خواو کې دوه دېوالونه دي، او په هغې کې خلاصې دروازې دي، او پر دروازو پردې راځوړندې دي، او د لارې په دروازه یو بلونکی وايي: اې خلکو! ټول په ګډه لارې ته ننوځئ او غاړو او څنډو ته مه ورکږیږئ، او د لارې له پاسه بل بلونکی دی، نو هر کله چې لاروی وغواړي لدې درواځو څخه څه پرانیزي وایي: افسوس دی پر تا، مه یې خلاصوه، ځکه که تا خلاصه کړه نو خامخا به ورننوځې، او دا نېغه لار اسلام دی، او دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، او خلاصې دروازې، د الله تعالی محارم دي، او هغه د لارې پر سر بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او د لارې د پاسه بلونکی له الله تعالی څخه هغه وېرونکی مبلغ دی چې د هر مسلمان په زړه کې دی».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی