Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 18

فلټرونه لرې کړئ
«ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې وېره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).
صحيح دی النسائي او احمد روایت کړی دی
«ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه».
حسن الترمذي روایت کړی دی
ما وویل: ای د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم. هغه وویل: «له الله تعالی څخه د سلامتیا سوال وکړه»، څو ورځې مې تېرې کړې بیا ورته راغلم، نو ومې ویل: اې د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم، نو هغه راته وفرمایل « اې عباسه، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره، له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت خېر او سلامتیا وغواړه».
صحيح لغيره الترمذي او احمد روايت کړی دی
«رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ». "زما ربه! ماته زما ګناهونه او ناپوهي، په ټولو چارو کې زما اسراف او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه پوهېږې وبښې، یا الله ما ته زما ګناهونه وبښې؛ هغه چې ما په قصد او یا سهوې او خطا سره کړي دي، او دا ټول زما سره دي، یا الله ما ته زما هغه ګناهونه وبښې چې ما پخوا کړي دي او یا یې وروسته کوم، هغه چې ما په ښکاره کړي او هغه چې ما پټ کړي، ته مخکې کوونکی (د خېر د کارونو توفیق ورکوونکی) او ( د خېر له کارونو وروسته کوونکی یې چالره چې وغواړې)او ته پر هر څه قادر یې.
صحيح دی متفق علیه دی
یو اعرابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: ماته یو څه را وښایه چې زه یې وایم، هغه وفرمایل: «ووايه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، اللهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ» «له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، الله لوی دی په لوی والي سره، او الله لره ډېرې ستاینې دي، الله رب العالمین لره پاکي ده، له یو حالت نه بل ته اوړیدل نشته مګر د غالب الله او حکمت والا رب په زور او ځواک سره» وایي: دا مې د رب لپاره دي، نو زما لپاره څه دي؟ ویې فرمایل: «ووایه: اللهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي» «ای الله، ما ته بښنه وکړه، په ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه او ما ته روزي راکړه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ». «ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی