Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ
«په جنت کې سل درجې دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن د آسمان او ځمکې ترمنځ په اندازه واټن دی، او فردوس تر ټولو لوړه درجه ده، له هماغې څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د هغې له پاسه عرش دی؛ نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
«اې الله! زه له بدو اخلاقو، بدو عملونو او له بدو خواهشاتو څخه په تا پورې پناه غواړم».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه».
حسن الترمذي روایت کړی دی
ما وویل: ای د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم. هغه وویل: «له الله تعالی څخه د سلامتیا سوال وکړه»، څو ورځې مې تېرې کړې بیا ورته راغلم، نو ومې ویل: اې د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم، نو هغه راته وفرمایل « اې عباسه، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره، له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت خېر او سلامتیا وغواړه».
صحيح لغيره الترمذي او احمد روايت کړی دی