عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
پاتې سرچینې وښایاست
راوي
ټول راویان وښایاست (29)
«بېشکه الله جل جلاله پاک دی، یوازې پاک شیان مني، او بېشکه چې الله تعالی مؤمنانو ته په هغه څه امر کړی چې پیغمبرانو ته یې پرې کړی دی، الله تعالی فرمایلي: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ)، او فرمایي: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي). بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
مونږ یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، چې ناڅاپه یو سړی را ښکاره شو، سپینې جامې یې پر تن وې، تک تور وېښتان يې و، د سفر کومه نخښه پرې نه ښکارېده او له موږ څخه هېچا هم نه پېژانده، تر دې چې رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته یې وویل: اې محمده! ماته د اسلام په اړه خبر راکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او پر دې چې محمد - صلی الله علیه و سلم - د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې -كه د رسېدو لاره دې ورته وموندله»-. ويې ويل: "ته رښتيا وایي". نو مونږ حيران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې تصدیقوي، (بیا یې) وويل: ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه" هغه وویل: " دا چی په الله، د هغه په ملاېکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او د خیر او شر په تقدیر باور ولرې؛ " هغه وویل: "رښتیا دې وویل". ویې فرماییل: "د احسان په اړه خبر راکړه ." هغه وویل: "دا چې د الله تعالی عبادت پداسې توګه وکړې لکه چې ته هغه وینې، خو که چېرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني". ويې وییل: ماته د قيامت په اړه خبر راکړه، ويې فرمایل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه ندى، هغه وويل: له نخښانو څخه یې خبر راکړه". ويې ويیل: "دا چې وینځه خپل بادار وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابله (لوڅ پښې)، بربنډ ، محتاج ، شپانه یو له بل څخه په ابادیو کې وړاندیوالی کوي". بیا هغه روان شو، نو ما یو څه وخت انتظار وکړ، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې فرماییل: دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښایي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه ځینو خلکو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: اې د الله رسوله! اجرونه خو ټول مالدارانو واخېستل؛ هغوی لکه زمونږ په څېر لمونځونه کوي، زمونږ په څېر روژې نیسي، او خپل اضافي مالونه خیراتوي، هغه وویل: «آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! زمونږ څخه به یو کس خپل شهوت پوره کوي او هغه ته به پرې اجر وي؟ هغه وویل: «راته ووایئ که چېرته یې په حرامو کې پوره کړي و نو آیا ګناهکار شوی به و؟ نو همداسې ده، کله چې خپل شهوت د حلال لارې پوره کړي نو اجر ورته شته».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«واجبې (برخې) خپلو حقدارانو ته ورکړئ، څه چې پاتې شول هغه نارینه ته یې ورکړئ چې نږدې خپل وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تعالی او رسول یې د شرابو، مردارې، خنزیر او بُتانو خرڅول حرام کړي دي، نو وویل شو چې: ای د الله رسوله! د مردارې د وازږو په اړه خبر راکړه (چې حکم یې څه دی) ځکه په هغې سره بیړۍ غوړېږي او پوستکو ته پرې رنګ ورکول کیږي (غوږیږي چې د وچېدو مخنیوی یې وکړي) او خلک پرې څراغونه روښانه کوي؟ نو هغه وویل: «نه، هغه حرام دي»، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې وفرمایل : «الله تعالی دې یهودان تباه کړي، کله چې الله تعالی (د چارپايانو) وازګې حرامې کړې، نو دوی ویلې کړې، بیا یې خرڅې کړې او پېسې یې وخوړې».
صحيح دی متفق علیه دی
«كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ»«په دنيا کې داسې اوسېږه لکه پردی يا مسافر»،
او ابن عمر به وېیل: كله دې چې ماښام کړ نو د سهار انتظار مه كوه، او كله چې دې سهار کړ نو د ماښام انتظار مه كوه، روغتيا دې د ناروغۍ او ژوند دې د مرګ پر وړاندې غنیمت وګڼه.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښیم: الله په ياد لره، هغه به دې ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه، او پوه شه چې! که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تا ته د څه ګټه درورسوي، نو هغوی به تا ته هېڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلې وي، او که دوی راغونډ شي چې تا ته یو څه ضرر ورسوي، نو هېڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلی وي؛ قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي».
صحيح دی الترمذي او نورو روایت کړی.
"یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي، او ددې دواړو تر منځه هغه چارې دي چې حلال او حرام یې څرګند ندی (شکي چارې دي) چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي، نو چا چې لدې شکي چارو څخه ځان وساته په حقیقت کې هغه خپل دین او عزت وساته، او څوک چې پدې شکي چارو کې ښکېل شو هغه په حرامو کې ولوېد، لکه یو چوپان چې د فصل (پټي) خواوشا رمه څروي نو - هره شېبه - شوني ده چې ورګډه شي او پکې وڅریږي - خبردار اوسئ چې هر پادشاه د ځان لپاره منع شوي ځایونه لري چې هلته ورننوتل منع وي - نو خبردار اوسئ چې د الله تعالی منعه شوي ځایونه د هغه محارم دي؛ یعنې هغه کارونه چې هغه حرام کړي دي، خبردار اوسئ چې په بدن کې د (غوښې) یو ټوټه ده، که هغه روغه وه ټول بدن روغ دی، او که فاسده وه نو ټول بدن فاسد دی، خبردار اوسئ چې هغه زړه دی".
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی