عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
راوي
«د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو هغه وفرمایل: «آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟» نو یو ناست کس ترې وپوښتل: څنګه زموږ څخه یو څوک کولای شي زر نېکۍ تر لاسه کړي؟ هغه وفرمایل چې: «سل ځلې تسبیح ووايي، نو زر نېکۍ ورته لیکل کېږي او یا ترې زر ګناهونه کمېږي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې:
«يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُ، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ شِبْرًا، تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا، اقْتَرَبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً».
«الله جل جلاله فرمایي: زه د خپل بنده د باور سره یم (چې زما په اړه یې لري) او زه د هغه سره یم کله چې ما یادوي، که چېرته یې له ځان سره یاد کړم؛ زه به یې هم له ځان سره یاد کړم، او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم، زه به یې له هغه څخه په غوره ډله کې یاد کړم، او که چېرته ماته یوه لویشت رانیږدې شي نو زه به یوه څنګل ورنږدې شم، او که چېرته ماته یوه څنګل رانږدې شو نو زه به د دواړو لاسونو په اندازه چې خلاص وي ورنږدې شم، او که هغه ماته په مزل راشي زه به ګړندی ورشم».
صحيح دی متفق علیه دی
"اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته به بل هېڅ سیوری نه وي: عادل پاچا، هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي، هغه سړی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره یو بل سره مینه لري، په همدې سره یو ځای شوي وي او په همدې سره جلا شوي وي، او هغه سړی چې یوې د منصب او ښکلا خاوندې ښځې (بدکارۍ) ته بلنه ورکړې وي خو هغه ویلي وي: زه له الله نه وېرېږم، او هغه سړی چې په پټه صدقه ورکړي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي ښي لاس یې څه ورکړي دي، او هغه سړی چې کله الله یاد کړي، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شي".
صحيح دی متفق علیه دی