Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 2

فلټرونه لرې کړئ
«کله چې الله - تعالی - جنت او اور (دوزخ) پیدا کړل، نو جبرائیل علیه السلام یې جنت ته ولیږه، او ویې ویل: ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې خاوندانو ته پکې چمتو کړي دي، نو ورته یې وکتل او بیرته راوګرځېده او ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي، هیڅوک به یې په اړه نه اوري مګر دا چې ورته به ننوځي. نو امر یې وکړ چې په سختو کارونو سره دې وپوښل شي، نو ویې فرمایل: ورشه او ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي، نو هغه ورته وکتل، ګوري چې په سختو کارونو سره پوښل شوی دی، نو ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي زه ووېریدم چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. ویې فرمایل: لاړ شه او اور ته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي. هغه ورته وکتل، ګوري چې یو د بل له پاسه سپریږي (یعنې د اور لمبې یو پر بل د پاسه کیږي) نو راوګرځېده او ویې ویل: زما دې ستا په عزت قسم وي چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. نو امر یې وکړ او په شهوتونو وپوښل شو، نو ویې فرمایل: وګرځه او ورته وګوره. نو ورته یې وکتل؛ ګوري چې په شهوتونو سره پوښل شوی دی، نو راوګرځېده او ویې فرمایل: زما دې ستا په عزت قسم وي، یقینا زه وویریدم چې هیڅوک به ترې خلاص نه شي مګر دا چې ور داخل به شي».
حسن أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي».
سند يې حسن دی. رواه ابن ماجه والنسائي في الكبرى وأحمد