Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 94

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: «دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله » بیا یې یوه لنده (لمده) لخته راواخیسته، دوه ترازې یې کړې، او په هر قبر یې یوه لخته وټومبله، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله؟ دا کار دې ولې وکړ؟ ویې فرمایل: « کیدی شي له امله یې له دواړو تر هغه پورې عذاب سپک شي، تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي».
صحيح دی متفق علیه دی
(ما پریږدئ تر څو چې ما پرېښي یاست، یقینا ستاسو څخه مخکیني خلک د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په سر د اختلاف له امله هلاک شوي دي، نو کله مې چې له یو کار څخه منع کړئ نو ډډه ترې وکړئ، او کله مې چې درته په یو څه امر وکړ نو د خپلې وسې په اندازه یې پر ځای کړئ).
صحيح دی متفق علیه دی
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه یمن ته لېږه نو ورته یې وویل: « ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که دوی په دې کې ستا پیروي وکړه، نو پوه یې کړه چې الله تعالی پرې په هره ورځ او شپه کې پنځه لمونځونه فرض کړي دي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو پدې یې پوه کړه چې الله تعالی پرې د دوی په مالونو کې زکات فرض کړی دی چې له مالدارانو څخه یې اخیستل کیږي او غریبانو ته یې بېرته ورکول کیږي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو د دوی له غوره مالونو - اخیستلو - څخه ځان وساته، او د مظلوم له ښېراوو څخه ووېرېږه، ځکه چې د هغه د ښیراوو او الله تعالی تر منځه هېڅ پرده نشته».
صحيح دی متفق علیه دی
"د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".
صحيح دی متفق علیه دی
«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«يُدْنَى الْمُؤْمِنُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ، حَتَّى يَضَعَ عَلَيْهِ كَنَفَهُ، فَيُقَرِّرُهُ بِذُنُوبِهِ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُ؟ فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ أَعْرِفُ، قَالَ: فَإِنِّي قَدْ سَتَرْتُهَا عَلَيْكَ فِي الدُّنْيَا، وَإِنِّي أَغْفِرُهَا لَكَ الْيَوْمَ، فَيُعْطَى صَحِيفَةَ حَسَنَاتِهِ، وَأَمَّا الْكُفَّارُ وَالْمُنَافِقُونَ، فَيُنَادَى بِهِمْ عَلَى رؤُوسِ الْخَلَائِقِ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللهِ». «مؤمن به د قيامت په ورځ خپل رب ته ورنږدې کړای شي، تر دې چې خپله پرده به پرې واچوي، نو په خپلو ګناهونو به یې قانع کړي، وبه وایې:آیا ته (دا ګناهونه)پېژنې؟ هغه به ووایي: هو ربه پېژنم یې، وایې: هغه به وفرمایي: ما درباندې په دنیا کې پرده اچولې وه، او نن ورځ یې درته بخښم، نو د نیکیو عملنامه به یې ورکړی شي، او کوم چې کفار او منافقان دي، نو د مخلوقات په وړاندې به پرې غږ وشي چې دا هغه خلک دي چې پر خپل رب یې دروغ ویلي دي».
صحيح دی متفق علیه دی
«بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
صحيح دی متفق علیه دی