Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

"د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".
صحيح دی متفق علیه دی
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې» ما وویل: دا خو لویه ګناه ده، ما وفرمایل: بیا کومه؟ هغه وفرمایل: " او دا چې خپل اولاد لدې وېرې ووژنې چې تاسره به روزي وخوري». ما وويل: بيا کومه؟ هغه وفرمايل: «دا چې د خپل ګاونډي له ښځې سره زنا وکړې».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي ، بیا د پنډ شوي سختې وینې په څېر شي، بیا د غوښې دیوې ټوټې په څېر - چې ژول شوي وي - وګرځي، بیا ورته ملاېکه راولېږل شي او د څلورو خبرو حکم ورته وکړل شي، نو د هغه رزق، اجل، عمل، نېکمرغي او یا بد مرغي ولیکي، بیا پکې ساه پوکړل شي، نو یو څوک به داسې وي چې د جنتیانو عملونه به کوي تر دې چې د هغه او جنت تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به ترسره کړي او اور ته به داخل شي، او یو څوک به داسې وي چې د دوزخیانو عملونه به تر سره کوي، تر دې چې د هغه او د دوزخ تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخته شي او د جنتیانو عمل به وکړي نو جنت ته به داخل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».
صحيح دی متفق علیه دی