Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 12

فلټرونه لرې کړئ
«مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».
صحيح دی ابو داود او احمد روايت کړی دی
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې ودرېده، نو مونږ ته یې یو ډېر له پند څخه ډک نصېحت وکړ، چې له امله یې زړونه په وېره کې شول او له سترګو اوښکې وبهېدلې، نو وویل شو چې اې د الله تعالی رسوله! تا خو مونږ ته داسې نصیحت وکړ لکه چې د الله په آمانۍ نصیحت چې وي، نو مونږ ته وصیت وکړه، هغه وفرمایل: « (زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو څخه ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې ) هر نوښت ګمراهي ده».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
ما به هر هغه څه لیکل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به مې اورېدل، او غوښتل مې چې حفظ یې کړم، خو قریشو لدې کار څخه منع کړم او ویې وییل: آیا ته هر هغه څه لیکې چې ته یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورې، پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دی، کله د غصې او خوښۍ په حالت کې خبرې کوي؟ نو ما لیکنه بنده کړه او پدې اړه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یادونه وکړه، نو هغه په ​​خپلې ګوتې سره خپلې خولې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اكتُبْ، فوالذي نفسي بيدِه، ما يَخرُجُ منه إلا حقٌّ». «لیکه، په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، چې له حق پرته ترې بل څه نه راوځي».
صحيح دی ابو داود روايت کړی دی
زه د بنو عامر له پلاوي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لور روان شوم، موږ وویل: ته زموږ بادار یې، هغه وفرمایل: «الله جل جلاله بادار دی»، موږ وویل: په موږ کې د فضیلت له اړخه تر ټولو غوره او د نفوذ له اړخه تر ټولو پیاوړی یې، هغه وفرمایل: «څه چې وایئ ووایئ، یا ځینې داسې ویناوې وکړئ، خو شیطان دې تاسې له حد څخه په اوړېدلو دوکه نه کړي».
صحيح دی ابو داود او احمد روايت کړی دی
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: اې د الله رسوله، زموږ څخه یو تن په خپل ځان کې داسې څه ویني - داسې یو څه ورته په خیال کې راځي چې- دا ورته غوره ښکاري چې سکروټې او ایره شي خو هغه څه یې چې په زړه کې تیریږي - په خوله یې ونه وایي، نو هغه وویل: «اللهُ أكبرُ، اللهُ أكبرُ، الحمدُ لله الذي ردَّ كيدَه إلى الوسوسَةِ». یعنې الله ستر دی الله ستر دی، الله لره ستاینه ده چې د شیطان مکر یې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه».
صحيح دی ابو داود او النسائي په السنن الکبری کې روایت کړی دی
«خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی ، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو، او څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو، او حال دا چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي - حرمت یې داسې دی - لکه الله تعالی چې حرام کړي وي».
صحيح دی ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
«داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی ابو داود او النسائي په الكبرى کې او احمد روایت کړی
«بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی