Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ
"د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي".
صحيح دی متفق علیه دی
«أَفْضَلُ دِينَارٍ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ، دِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى عِيَالِهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ عَلَى دَابَّتِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى أَصْحَابِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ» "تر ټولو غوره دینار چې یو سړی یې لګوي هغه دی چې سړی یې په خپلو اولادونو مصرفوي او هغه دینار چې سړی یې د الله په لار کې په خپلۍ سپرلۍ مصرفوي او هغه دینار چې د الله په لار کې یې په خپلو ملګرو مصرفوي" ابو قلابة وويل: او په عیال یې پيل وکړ، بيا ابو قلابه وويل: له هغه سړي به د چا اجر لوی وي چې په خپلو وړو اولادونو لګښت کوي، پرده یې کوي (له احتیاج نه یې ساتي) او یا دا چې په ده سره الله هغوی ته فایده رسوي او له احتیاج نه یې ساتي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبو سره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستۍ څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو پاک راووځي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی