Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 1

فلټرونه لرې کړئ

روایت شوی په

«عملونه شپږ دي او خلک څلور ډوله دي، دوه عملونه دي چې واجبوونکي دي، او - بل ډول - سر په سر، او نیکي یو په لس چنده ده، او - بل ډول - نیکي په اووه سوه ده ؛ نو هغه دوه عملونه چې واجبوونکي دي- دا دي چې - څوک پداسې حال کې مړ شو چې د الله تعالی یې سره یې شرک نه وي کړی نو جنت ته داخل شو، او څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله تعالی سره یې شرک کړی وي اور ته داخل شو، او هغه چې سر په سر دي - دا دي چې - چا د نیکۍ اراده وکړه تر دې چې په زړه کې یې احساس کړي او الله تعالې یې په نیت پوه شي نو نیکي به ورته ولیکل شي، او چا چې ګناه وکړه، نو ګناه به پرې ولیکل شي، او چا چې نیکي وکړه نو لس چنده به ورته حساب شي، او چا چې د الله تعالی په لار کې څه ورکړل نو یوه نیکي په اووه سوه ده. او خلک چې دي؛ نو یو ډول یې داسې دي چې په دنیا کې پرې پراخي وي خو په آخرت کې به پرې تنګستیا وي - او بل ډول یې هغه دي چې - په دنیا کې پرې تنګستیا وي او په اخرت کې پرې پراخي وي، - او بل هغه دي چې - په دنیا او آخرت دواړو کې پرې تنګستیا وي - او بل هغوی دي چې - په دنیا او آخرت کې پرې پراخي وي».
حسن احمد روايت کړی دی