Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 15

فلټرونه لرې کړئ
«ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي».
صحيح دی احمد، الترمذي، ابن ماجه او ابن حبان روايت کړی دی.
"څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".
صحيح دی متفق علیه دی
«أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ إِنْفَاقِ الذَّهَبِ وَالوَرِقِ، وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ أَنْ تَلْقَوْا عَدُوَّكُمْ فَتَضْرِبُوا أَعْنَاقَهُمْ وَيَضْرِبُوا أَعْنَاقَكُمْ؟» قَالُوا: بَلَى. قَالَ: «ذِكْرُ اللهِ تَعَالَى». "آیا زه تاسو ته ستاسو د غوره عملونو په اړه خبر درنکړم چې ستاسو د واکمن پر وړاندې ترټولو پاکیزه او ستاسو مرتبو لره لوړوونکي وي او ستاسو لپاره د سرو زرو او سپینو زرو له خیراتولو غوره وي، او لدې درته غوره وي چې د خپل دښمن سره مخ شئ ؟ نو تاسو د هغوی څټونه ووهئ او هغوی ستاسو څټونه ووهي؟» هغوی وویل: ولې نه (یعنې خبر راکړه)، هغه وفرمایل: د الله تعالی ذِکر (یادول).
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«څوک چې: لا إله إلا الله، وحده لا شریک له، له الملک وله الحمد، وهو على کل شيء قدیر، په ورځ کې سل ځلې ووایي، دا به د لسو غلامانو د آزادولو برابر وي، او د هغه لپاره به سل نیکۍ ولیکل شي، سل بدۍ به ترې لرې شي او په هغه ورځ کې به ورته تر بېګا پورې د شیطان پر وړاندې مانع وګرځي، او هېڅوک به د هغه په څېر دغوره عمل سره را نه شي، مګر هغه څوک چې تر دې یې هم زیات عمل کړی وي».
صحيح دی متفق علیه دی
"ستا ژبه دې تل د الله په یادولو لنده وي".
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
(هغه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په هغه څه کې روایت کوي چې هغه یې له خپل رب څخه حکایت کوي، وایي: « یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک وتعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوهه شو چې یو رب یې شته چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځید او ګناه یې وکړه، ویې ویل: اې ربه! ماته زما ګناه وبخښه، رب العزت وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي، او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځېده ګناه یې وکړه او ویې وییل: اې ربه ! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک و تعالی وفرمایل: زما بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، څه دې چې خوښه وي هغه وکړه، ځکه چې ما تاته بخښنه کړې ده».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د أصحابو په یو ټولي راووت چې حلقه یې جوړه کړې وه نو ویې ویل: څه شي کېنولي یاست؟ هغوی وویل: ناست یو الله یادوو او ستاینه یې کوو، د هغه څه له امله چې موږ ته یې د اسلام لور ته هدایت کړی او پر موږ یې لورینه کړې ده، هغه وویل: «ستاسو دې په الله قسم وي چې یوازې همدې کار کېنولي یاست»، هغوی وویل: قسم په الله چې بل څه نه یو کینولي پرته له همدې خبرې، نو هغه وفرمایل: «ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، خو جبریل راته راغی او خبر یې راکړ چې الله تعالی پر دوي د ملایکو په وړاندې فخر کوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی