Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 15

فلټرونه لرې کړئ
«اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
یوه غریبه ښځه زما خوا ته راغله چې خپلې دوه لوڼې یې له ځان سره راوستې وې، نو ما درې خرماوې ورکړې، هغې هرې یوې ته یوه یوه خرما ورکړه او دریمه خرما یې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، نو دوو لوڼو یې ترې وغوښته، نو هغې هغه خرما چې غوښتل یې خپله یې وخوري د هغوی ترمنځ ووېشله، نو زه د هغې دې عمل ته حېرانه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې کېسه وکړه، نو هغه وفرمایل: «الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«چا چې د دوه وو لورګانو سمه روزنه وکړه تر دې چې لویې شي، نو د قیامت په ورځ به زه اوهغه سره یو ځای یو» او خپلې ګوتې یې سره جوختې کړې.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«أَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللهُ بِهِ الْخَطَايَا، وَيَرْفَعُ بِهِ الدَّرَجَاتِ؟» قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ، وَكَثْرَةُ الْخُطَا إِلَى الْمَسَاجِدِ، وَانْتِظَارُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الصَّلَاةِ، فَذَلِكُمُ الرِّبَاطُ». "آیا زه تاسو ته هغه څه ونه ښایم چې په دې سره الله تعالی ګناهونه له منځه وړي او درجې لوړوي؟» هغوی وویل: هو، اې د الله رسوله: هغه وفرمایل: «په سختیو کې اودس بشپړول او جوماتونو ته زیات قدمونه اخیستل او له یو لمانځه وروسته بل لمانځه ته انتظار کول، نو همدا د الله په لار کې وتل دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه".
صحيح دی متفق علیه دی
«د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی، په جنت کې ستاسو د یوې کوړې (قمچینې) ځای له دې دنیا او هغه څه چې په کې دي غوره دی او یو سهارنی مزل چې څوک یې د الله په لار کې وکړي او یا ماښامنی لدې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي».
صحيح دی متفق علیه دی
«أَفْضَلُ دِينَارٍ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ، دِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى عِيَالِهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ عَلَى دَابَّتِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى أَصْحَابِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ» "تر ټولو غوره دینار چې یو سړی یې لګوي هغه دی چې سړی یې په خپلو اولادونو مصرفوي او هغه دینار چې سړی یې د الله په لار کې په خپلۍ سپرلۍ مصرفوي او هغه دینار چې د الله په لار کې یې په خپلو ملګرو مصرفوي" ابو قلابة وويل: او په عیال یې پيل وکړ، بيا ابو قلابه وويل: له هغه سړي به د چا اجر لوی وي چې په خپلو وړو اولادونو لګښت کوي، پرده یې کوي (له احتیاج نه یې ساتي) او یا دا چې په ده سره الله هغوی ته فایده رسوي او له احتیاج نه یې ساتي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی