Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي».
صحيح دی متفق علیه دی
معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو ورته یې وویل: «اې معاذ بن جبل» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! هغه وفرمایل: «اې معاذه» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! درې ځلې، ویې فرمایل: " هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي»، هغه وویل: اې د الله جل جلاله رسوله آیا پدې سره خلکو ته خبر ورنکړم تر څو یو بل ته زیری ورکړي؟ هغه وفرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي، بیا معاذ خلکو ته د مړیني پر مهال خبر ورکړ تر څو د علم په کتمان سره ګناهکار نشي.
صحيح دی متفق علیه دی
زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی