Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

"څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي، او څوک چې د یو تنګلاسي سره نرمي وکړي، نو الله تعالی به په دنیا او اخرت کې ورسره نرمي وکړي او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله جل جلاله به پرې په دنیا او آخرت کې پرده واچوي، الله تعالی تر هغه وخته پورې د خپل بنده مرسته کوي تر څو چې بنده د خپل ورور مرسته کوي، او چا چې د زده کړې لار ونیوه، نو الله تعالی به ورته د جنت لار اسانه کړي، او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې سره د الله تعالی د کتاب په تلاوت او تدریس نه راټولېږي، مګر دا چې سکون به پرې نازل شي، رحمت به یې وپوښي، ملایکې یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی یې د هغه کسانو په ډله کې یاد کړي چې له هغه سره دي، او څوک چې د عمل له لارې سست شو یعنې عمل یې کمزوری شو، نو هېڅکله به یې نسب تېز نه کړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلاله پر دین تل تر تله ثابت وي - هېڅ مخالف به یې ورته ضرر نه شي رسولای - تر څو چې قیامت قائم شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تا سره کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د أصحابو په یو ټولي راووت چې حلقه یې جوړه کړې وه نو ویې ویل: څه شي کېنولي یاست؟ هغوی وویل: ناست یو الله یادوو او ستاینه یې کوو، د هغه څه له امله چې موږ ته یې د اسلام لور ته هدایت کړی او پر موږ یې لورینه کړې ده، هغه وویل: «ستاسو دې په الله قسم وي چې یوازې همدې کار کېنولي یاست»، هغوی وویل: قسم په الله چې بل څه نه یو کینولي پرته له همدې خبرې، نو هغه وفرمایل: «ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، خو جبریل راته راغی او خبر یې راکړ چې الله تعالی پر دوي د ملایکو په وړاندې فخر کوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«د هغه هدایت او علم بېلګه چې زه پرې الله رالېږلي یم، د هغه ډېر باران په څېر دی چې پر ځمکه وشي، نو ځینې برخې یې حاصل خیزه وي چې اوبه جذبوي، نو ډېری بوټي او واښه پرې راشنه شي او ځینې برخې یې وچې او سختي وې چې اوبه ساتي، نو الله تعالی پرې خلکو ته ګټه ورسوي، ترې وڅښي، کروندې پرې اوبه کړي او کښت وکړي او ځینې برخې بیا دومره بې ګټې وې چې نه اوبه ساتي او نه بوټي رازرغونوي، نو دا د هغه چا مثال دی چې د الله په دین کې پوهه لري او هغه څه ورته ګټه رسوي چې زه پرې الله رالېږلی یم، نو خپله زده کړه کوي او نورو ته یې هم ښایي، او د هغه چا مثال چې پدې لارښوونې سره سر نه پورته کوي او د الله هغه هدایت نه قبلوي چې زه پرې رالېږل شوی یم».
صحيح دی متفق علیه دی