Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلاله پر دین تل تر تله ثابت وي - هېڅ مخالف به یې ورته ضرر نه شي رسولای - تر څو چې قیامت قائم شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«د هغه هدایت او علم بېلګه چې زه پرې الله رالېږلي یم، د هغه ډېر باران په څېر دی چې پر ځمکه وشي، نو ځینې برخې یې حاصل خیزه وي چې اوبه جذبوي، نو ډېری بوټي او واښه پرې راشنه شي او ځینې برخې یې وچې او سختي وې چې اوبه ساتي، نو الله تعالی پرې خلکو ته ګټه ورسوي، ترې وڅښي، کروندې پرې اوبه کړي او کښت وکړي او ځینې برخې بیا دومره بې ګټې وې چې نه اوبه ساتي او نه بوټي رازرغونوي، نو دا د هغه چا مثال دی چې د الله په دین کې پوهه لري او هغه څه ورته ګټه رسوي چې زه پرې الله رالېږلی یم، نو خپله زده کړه کوي او نورو ته یې هم ښایي، او د هغه چا مثال چې پدې لارښوونې سره سر نه پورته کوي او د الله هغه هدایت نه قبلوي چې زه پرې رالېږل شوی یم».
صحيح دی متفق علیه دی