Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ
«کله چې الله - تعالی - جنت او اور (دوزخ) پیدا کړل، نو جبرائیل علیه السلام یې جنت ته ولیږه، او ویې ویل: ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې خاوندانو ته پکې چمتو کړي دي، نو ورته یې وکتل او بیرته راوګرځېده او ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي، هیڅوک به یې په اړه نه اوري مګر دا چې ورته به ننوځي. نو امر یې وکړ چې په سختو کارونو سره دې وپوښل شي، نو ویې فرمایل: ورشه او ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي، نو هغه ورته وکتل، ګوري چې په سختو کارونو سره پوښل شوی دی، نو ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي زه ووېریدم چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. ویې فرمایل: لاړ شه او اور ته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي. هغه ورته وکتل، ګوري چې یو د بل له پاسه سپریږي (یعنې د اور لمبې یو پر بل د پاسه کیږي) نو راوګرځېده او ویې ویل: زما دې ستا په عزت قسم وي چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. نو امر یې وکړ او په شهوتونو وپوښل شو، نو ویې فرمایل: وګرځه او ورته وګوره. نو ورته یې وکتل؛ ګوري چې په شهوتونو سره پوښل شوی دی، نو راوګرځېده او ویې فرمایل: زما دې ستا په عزت قسم وي، یقینا زه وویریدم چې هیڅوک به ترې خلاص نه شي مګر دا چې ور داخل به شي».
حسن أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
«هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي»، بیا یې دا آیت ولوست.{وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} او هغه كسان چې كله څه بد كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي،[آل عمران سورت: 135 آیت ].
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې نو ما وویل چې: اې جبرائیله دا څوک دي، هغه وویل: دا هغه خلک دي چې د خلکو غوښې خوري (غیبت یې کوي) او په عزتونو کې یې غږیږي».
حسن ابو داود روايت کړی دی