Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 106

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي" ام سلمه رضي الله عنها وایي: کله چې ابو سلمه مړ شو، نو ما (له ځان سره) وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟ هغه لومړی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ئې هجرت وکړ، (خو بیا هم) ما دا دعا وکړه، نو همغه و چې په بدله کې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"الله - جل جلاله - ته تر ټولو محبوبې ویناوې څلور دي: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، دا مهمه نده چې تاسو په کومه یوه پیل کوئ".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري».
صحيح دی متفق عليه دی او دا لفظ د مسلم دی، او البخاري مختصر روایت کړی دی.
«له شک پرته د جنت تر ټولو ټیټ مقام لرونکي کس ته به وویل شي چې: هیله وکړه، نو دی به هیله وکړي، بیا به ورته ووایي: آیا هیله دې وکړه؟ هغه به ووايي: هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره هغه څه دي چې تا یې هیله کړې او د هغه په څېر ورسره نور هم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: «الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی