Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 106

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه».
صحيح دی متفق علیه دی
"بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یوه خیمه شته چې له صدف (ملغلرې) جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې به د مومن لپاره ميرمنې وي، په دوی ټولو به ګرځي، خو یو بل نه ویني".
صحيح دی متفق علیه دی
«لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".
صحيح دی متفق علیه دی
"د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
فاطمه رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله چې د میچنې له امله د خپلو لاسونو د تڼاکې کېدلو په اړه ورته شکایت وکړي، او لدې هم خبره شوې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مریان راوستل شوي دي، خو هغه ورسره مخ نه شو، نو عائشې رضي الله عنها ته یې یادونه وکړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، عائشې رضي الله عنها خبر کړ، (علي رضي الله عنه) وایې: په داسې حال کې (زموږ کور ته) راغی چې مونږ څملاستلي وو، نو هڅه مو وکړه چې کینو، راته یې وویل: «مه خوځیږئ» نو راغی او زما او د (فاطمې) تر منځه کېناست، تر دې چې ما یې د پښو یخوالی په خپله ګېده حس کړ، نو ویې فرمایل: « آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي».
صحيح دی متفق علیه دی
بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»، «نشته هېڅ برحق معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې ستر او زغم لرونکی دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د ستر عرش خاوند دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د آسمانونو رب، د ځمکې رب، او د معزّز عرش رب دی».
صحيح دی متفق علیه دی
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، هغه ماته (یو څه) راکړل، بیا مې غوښتنه وکړه، بیا یې راکړل، بیا یې راته وفرمایل: «اې حکيمه! دا مال شین او خوږ دی، چا چې د نفس د سخاوت له مخې واخېست برکت به ورته پکې واچول شي، او څوک چې دا په حرص سره واخلي برکت به ورته پکې وانه چول شي، او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړېږي، او د پورته لاس خاوند (ورکوونکی) د ټیټ لاس له خاوند (غوښتونکي) څخه غوره دی» حکيم وویل: ما وویل: «اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، ستا څخه وروسته به له هېچا څخه څه شی ونه غواړم، تر څو چې له دې دنیا لاړ شم (وفات شم)» نو همغه و چې ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته د صدقې ورکولو هڅه کوله، خو حکيم نه منله، بیا عمر رضي الله عنه ورته وړاندیز وکړ، له هغه یې هم ونه منله، بیا هغه ټولو مسلمانانو ته وفرمایل: «زه ورته د هغه د حق مال وړاندیز کوم چې الله تعالی ورته په غنیمت مال کې ټاکلی دی، خو هغه یې نه اخلي» نو حکيم له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته له هېچا څه ونه غوښتل تر دې چې وفات شو، الله دې پرې ورحمېږي.
صحيح دی متفق علیه دی
«مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي، یو اواز کوونکی به غږ وکړي: اې جنتیانو، دوی به غړۍ او سرونه راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: آیا تاسو دا پیېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، بیا به آواز وکړي: اې دوزخيانو، نو غړۍ او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: او آيا تاسو دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دى، په داسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، نو حلال به کړای شي، بیا به ووایي: اې جنتیانو، تلپاتې اوسئ؛ مرګ نشته، او اې دوزخیانو تلپاتې اوسئ مرګ نشته، بیا یې - دا آیت - ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39] او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي، او دوی د دنیا خلک په غفلت کې دي {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} او دوى ایمان نه راوړي».
صحيح دی متفق علیه دی