Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

"بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یوه خیمه شته چې له صدف (ملغلرې) جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې به د مومن لپاره ميرمنې وي، په دوی ټولو به ګرځي، خو یو بل نه ویني".
صحيح دی متفق علیه دی
"د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)، نو کوم چې د مشکو والا دی: يا خو به درته مشک ډالۍ کړي، یا به یې ترې واخلې او یا خو به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی؛ نو یا خو به دې کالي وسوځي، او یا به ترې بد بوی درشي».
صحيح دی متفق علیه دی
«د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او د هغه چا مثال چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او د مړي دی»، او د مسلم الفاظ داسې دي: «د هغه کور مثال چې الله پکې یادېږي او د هغه کور مثال چې الله پکې نه یادېږي د ژوندي او د مړي دی».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ». "زما ربه! ماته زما ګناهونه او ناپوهي، په ټولو چارو کې زما اسراف او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه پوهېږې وبښې، یا الله ما ته زما ګناهونه وبښې؛ هغه چې ما په قصد او یا سهوې او خطا سره کړي دي، او دا ټول زما سره دي، یا الله ما ته زما هغه ګناهونه وبښې چې ما پخوا کړي دي او یا یې وروسته کوم، هغه چې ما په ښکاره کړي او هغه چې ما پټ کړي، ته مخکې کوونکی (د خېر د کارونو توفیق ورکوونکی) او ( د خېر له کارونو وروسته کوونکی یې چالره چې وغواړې)او ته پر هر څه قادر یې.
صحيح دی متفق علیه دی