Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 21

فلټرونه لرې کړئ
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).
صحيح دی النسائي او احمد روایت کړی دی
ما وویل: ای د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم. هغه وویل: «له الله تعالی څخه د سلامتیا سوال وکړه»، څو ورځې مې تېرې کړې بیا ورته راغلم، نو ومې ویل: اې د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم، نو هغه راته وفرمایل « اې عباسه، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره، له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت خېر او سلامتیا وغواړه».
صحيح لغيره الترمذي او احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دعاګانو کې جامعې او لنډې خو اغېزمنې دعاګانې غوره ګڼلې او له دې پرته به یې نورې پرېښودلې.
صحيح دی ابو داود او احمد روايت کړی دی
" نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".
حسن الترمذي او احمد روايت کړی دی