Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ
«کله چې الله - تعالی - جنت او اور (دوزخ) پیدا کړل، نو جبرائیل علیه السلام یې جنت ته ولیږه، او ویې ویل: ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې خاوندانو ته پکې چمتو کړي دي، نو ورته یې وکتل او بیرته راوګرځېده او ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي، هیڅوک به یې په اړه نه اوري مګر دا چې ورته به ننوځي. نو امر یې وکړ چې په سختو کارونو سره دې وپوښل شي، نو ویې فرمایل: ورشه او ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي، نو هغه ورته وکتل، ګوري چې په سختو کارونو سره پوښل شوی دی، نو ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي زه ووېریدم چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. ویې فرمایل: لاړ شه او اور ته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي. هغه ورته وکتل، ګوري چې یو د بل له پاسه سپریږي (یعنې د اور لمبې یو پر بل د پاسه کیږي) نو راوګرځېده او ویې ویل: زما دې ستا په عزت قسم وي چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. نو امر یې وکړ او په شهوتونو وپوښل شو، نو ویې فرمایل: وګرځه او ورته وګوره. نو ورته یې وکتل؛ ګوري چې په شهوتونو سره پوښل شوی دی، نو راوګرځېده او ویې فرمایل: زما دې ستا په عزت قسم وي، یقینا زه وویریدم چې هیڅوک به ترې خلاص نه شي مګر دا چې ور داخل به شي».
حسن أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
«بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي».
حسن ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه به کله جومات ته ننوت نو ویل به یې: «أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم»، یعنې په لوی الله، د هغه په عزتمن روی او قدیم سلطنت له رټلی شوي شیطان څخه پناه نیسم، وایي: آیا همداسې یې ویلي؟ ما وویل: هو، وایي: کله چې دا ذکر ووایي، نو شیطان ووایي چې: ټوله ورځ راڅخه په امن کې شو.
حسن ابو داود روايت کړی دی
«کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې نو ما وویل چې: اې جبرائیله دا څوک دي، هغه وویل: دا هغه خلک دي چې د خلکو غوښې خوري (غیبت یې کوي) او په عزتونو کې یې غږیږي».
حسن ابو داود روايت کړی دی
سهار مهال (دا اذکار) ویېل: «اللهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» وَإِذَا أَمْسَى قَالَ: «بِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» قَالَ: وَمَرَّةً أُخْرَى: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ». يا الله! ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو سهار کړ او ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو بېګا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو او (له مرګ نه وروسته ستا لور ته) بیا پاڅېدل دي، وایې او بل ځل یې وویل: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ» او ستا په لور وروستی منزل دی.
حسن ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه روایت کړی دی
"څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ). هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي".
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی