Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 68

فلټرونه لرې کړئ
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چې دوو کسانو سره یو بل ته کنځلې کولې، نو د یو مخ سور شو او د مرۍ رګونه یې (له ډېرې غصې) راوپړسېدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی" نو هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: له شیطان څخه په الله پناه وغواړه»، هغه وویل: آیا پر ما لیونتوب دی؟
صحيح دی متفق علیه دی
«د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه».
ترمذي ويلي: حسن حديث دی الترمذي روایت کړی دی
"په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
صحيح دی متفق علیه دی
مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«څوک چې د دنیوي غرض لپاره علم زده کړي، حال دا چې زده کړه یوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره کېږي، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي ونه مومي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
صحيح دی متفق علیه دی
«لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي، دېته یې اړ ویستلي چې خپلو کې وینې توی کړي او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال وګرځوي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی