Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 47

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«لعنت کوونکي کسان به د قيامت په ورځ نه شاهدان وي او نه شفاعت کوونکي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) او فرمایل به یي: « یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري».
صحيح دی متفق علیه دی
«اې عائشې! الله تعالی مهربان دی او نرمي خوښوي، او پر نرمۍ هغه څه ورکوي چې پر سختۍ او نورو شیانو یې نه ورکوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ» هغوی وویل: اې د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول».
صحيح دی متفق علیه دی
"په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
صحيح دی متفق علیه دی
«بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي، هغه څوک چې په خپل قضاوت، خپلو کورنیو او هغه څه کې عدل کوي چې سرپرستي یې ور ترغاړې ده».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".
صحيح دی متفق علیه دی