Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 2

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

موږ د ذوالحلیفه په سیمه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې خلک وږې شول، نو دوی اوښان او پسونه په غنېمت کې ونیول، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو تر شا وو، نو دوی په بیړه حلال کړل او دیګونه یې باندې کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې دېګونه واړول شي، بیا یې له سره وېش وکړ، نو لس پسونه یې د یو اوښ سره مساوي کړل، یو اوښ له دوی څخه وتښتېد، نو دوی ورپسې شول تر دې چې ستړي شول، دا په داسې حال کې چې دوی سره لږ شمېر آسونه وو، نو له دوی څخه یو سړي غشی وار کړ، تر دې چې الله تعالی پرې را اېسار کړ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا څاروي د وحشي ځناورو په څېر طبیعت لري، نو هغه څه چې تاسو یې د ماتولو توان نه لرئ، دا کار ورسره وکړئ»، بیا رافع وویل: "سبا ویره شته چې د دښمن سره مخ شو، حال دا چې چاقوګان نه لرو ، نو آیا کولی شو په دورمو حلاله وکړو؟" هغه وفرمایل: "هر هغه څه وخورئ چې د حلالې په پایله کې یې وینه بهېدلي وي او د الله تعالی نوم پرې یاد شوی وي، پرته له غاښونو او نوکانو څخه چې زه به تاسو ته د هغې شیانو په اړه خبر درکړم: ځکه غاښونه هډوکی دی، او نوکان د حبشیانو د حلالې توکي دي".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله.
صحيح دی متفق علیه دی