Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 2

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې ودرېده، نو مونږ ته یې یو ډېر له پند څخه ډک نصېحت وکړ، چې له امله یې زړونه په وېره کې شول او له سترګو اوښکې وبهېدلې، نو وویل شو چې اې د الله تعالی رسوله! تا خو مونږ ته داسې نصیحت وکړ لکه چې د الله په آمانۍ نصیحت چې وي، نو مونږ ته وصیت وکړه، هغه وفرمایل: « (زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو څخه ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې ) هر نوښت ګمراهي ده».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی ، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو، او څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو، او حال دا چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي - حرمت یې داسې دی - لکه الله تعالی چې حرام کړي وي».
صحيح دی ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی