Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 8

فلټرونه لرې کړئ
"څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې) ده".
صحيح دی متفق علیه دی
«كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». «په تاسو کې هر یو ساتونکی او د خپل رعیت مسؤول دی، څوک چې په خلکو باندې واکمن وي هغه ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او یو سړی د خپلې کورنۍ د خلکو ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د ساتنې مسؤولیت یې لري او خادم د خپل مالک د مال ساتونکی او د هغه مسؤول دی، خبردار اوسئ چې ستاسو هر یو مسوولیت لري او هر یو ستاسو څخه د خپل رعیت مسوول دی».
صحيح دی متفق علیه دی
«له سرپرست پرته نکاح نشته».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ -ثَلَاثَ مَرَّاتٍ- فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَالْمَهْرُ لَهَا بِمَا أَصَابَ مِنْهَا، فَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ». «کومه ښځه چې د خپل سرپرست له اجازې پرته نکاح وکړي، د هغې نکاح باطله ده - درې ځلې یې دا خبره تکرار کړ- که چېرته ورسره یو ځای شو د هغې لپاره د هغه څه مهر دی چې کار یې ترې اخیستلی دی، که چېرته یې سره شخړه راغله نو پادشاه د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ». "څوک چې دوه مېرمنې ولري او له دوی څخه یوې ته مایل شي، هغه به د قیامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې یو مخ به یې لوېدلی (ځوړند) وي".
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راښودلې ده(او هغه داسې ده): حمد او ثنا الله لره ده، مونږ له هغه څخه مرسته او بښنه غواړو، په هغه د خپلو ځانونو له شر څخه پناه غواړو، چاته چې الله هدایت وکړي د هغه لپاره ګمراه کوونکی نشته، او څوک چې ګمراه کړي هغه لره هدایت کوونکی نشته او زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل حق مبعود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د هغه بنده او رسول دى، {اې خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه د هغه په (نامه) سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى[النساء: 1] (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په داسې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ) [آل عمران: ۱۰۲] {اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره [۷۰] هغه به تاسو ته ستاسو عملونه سم (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوک چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، په ډېر لوى كاميابېدلو سره [الاحزاب: 70-71].
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ». "مومن سړی دې له مؤمنې ښځې کرکه نه كوي، که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل به یې خوښ شي» -رواي وایي چې-او یا یې وویل چې بل یو یې (یعنې بل خوی به یې خوښ شي).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«د الله وینځې مه وهئ». بیا عمر رضي الله عنه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل چې: ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي، نو هغه د وهلو اجازه ورکړه، خو وروسته ډېری ښځې د رسول الله ﷺ کورنۍ ته راغلې او له خپلو مېړونو یې شکایت وکړ، نو نبي ﷺ وفرمایل: «ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي».
صحيح دی ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی