Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم له نذر څخه منع فرمایلې او ویلي یې دي چې: «خیر پکې نشته، بلکې د بخیل نه پرې (یو څه) راوځي».
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې په قسم سوګند یاد کړي په داسې حال کې چې هغه پکې دروغجن وي ترڅو پرې د یو مسلمان مال په ناروا تر لاسه کړي، نو د الله تعالی د مخ کېدو پر مهال به پرې هغه غصه وي» وایي چې اشعث وویل: « قسم په الله چې زما سره داسې شوي و؛ زما او د یو یهودي تر منځ د ځمکې په سر شخړه وه نو هغه راته انکار وکړ، ما هغه د پیغمبر ﷺ حضور ته راووست، نو رسول الله ﷺ راته وویل: «آیا ته ثبوت لرې؟» ما وویل: «نه» وایي: بیا یې یهودي ته وویل: «قسم وکړه» وایي: ما وویل: «اې الله رسوله! هغه به قسم وکړي او زما مال به واخلي. نو دا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا} د آیت تر پایه، یعنې: هغه خلك چې د الله تړون او خپل قسمونه په لږه بيه پلوري.
صحيح دی متفق علیه دی
زه د اشعریانو له یوې ډلې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او د سپرلۍ غوښتنه مې ترې وکړه نو ویې وفرمایل: «په الله قسم چې سپرلۍ به در نه کړم، ما سره سپرلۍ نشته چې دریې کړم» بیا موږ هلته پاتې شو تر څو چې الله غوښتل، نو اوښان ورته راوستل شول او موږ ته یې د دریو اوښانو د راکولو امر وکړ، کله چې ترې روان شو، مو ځینو یو بل ته وویل: قسم په الله، که الله راته پکې برکت واچوي، ځکه مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د سپرلۍ غوښتنه مو ترې وکړه، هغه قسم وکړ چې سپرلۍ به نه راکوي خو رایې کړه، نو ابو موسی وویل: موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د دې خبرې یادونه مو ورته وکړه، نو ویې فرمایل: «دا زه نه وم چې تاسو مې سپاره کړئ، بلکې الله تعالی سپاره کړئ (یعنې سپرلۍ یې په واک کې درکړې قسم په الله زه چې یم-إِنْ شَاءَ اللَّهُ- هېڅ قسم نه یادوم مګر کله چې راته له هغې غوره معلومه شي، بیا د قسم کفاره ورکوم، او هغه کار کوم چې ښه راته معلوم شي».
صحيح دی متفق علیه دی