Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 2

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

زه د ابو طلحه په کور کې ساقي وم، په هغه ورځ د خلکو شراب "فضیخ" و -له خرما جوړ شوي شراب- نو رسول الله ﷺ اعلانوونکي ته امر وکړ چې خلکو ته اعلان وکړي چې : خبردار اوسئ! شراب حرام شول، انس وایي: ابوطلحه راته وویل: وځه، دا شراب توی کړه، نو زه ووتلم او شراب مې توی کړل، تر دې چې د مدینې په کوڅو کې وبهېدل، ځینو خلکو وویل: " ځینې خلک چې مړه شوي او شراب یې په نسونو کې و (یعنې د هغوی به څه کېږي) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا}(المائدة: 93 آیت) یعني: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته...)
صحيح دی متفق علیه دی
د الله تعالی د دې وینا په اړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} [الحج: 25] یعنې: (او څوک چې په هغه (مسجد الحرام) كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو). وایي«که چېرته یو سړی پکې د الحاد (له حقه د اوښتو) تش نیت هم وکړي، حال دا چې هغه په عدنِ أبین کې وي، نو الله به ورته دردناک عذاب وروڅکوي».
صحيح دی احمد او الحاکم روايت کړی دی