Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 24

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
ما له عایشې (رضي الله عنها) څخه وپوښتل: «ولې حایضه ښځه د روژې قضا راوړي او د لمانځه قضا نه راوړي؟ هغې وویل: آیا ته له حروریانو څخه یې؟ ما وویل: «نه، زه له حروریانو څخه نه یم، خو پوښتنه کوم، وایي: موږ به حیض کېدو نو، د روژې د قضا راوړلو امر به راته کېده او د لمانځه د قضا راوړلو امر به راته نه کېده.
صحيح دی متفق علیه دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو صحابه کرامو ته د قدر شپه په وروستیو اوو شپو کې په خوب کې وښودل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زه ګورم چې ستاسو خوبونه د وروستیو اوو شپو په اړه سره موافق شوي دي، نو څوک چې د قدر شپه لټوي، نو په وروستیو اوو شپو کې دې ولټوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي وبه ویل شي: روژتیان چېرته دي، نو دوی به پاڅېږي او له دوی پرته به ترې بل څوک نه ننوځي، نو کله چې دوی ورننوځي بنده به شي، نو هېڅوک به ترې داخل نه شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي".
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم او روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې د یو چا د روژې ورځ وي نو پوچې خبرې او په لوړ اواز دې بد رد نه وایي، که چېرته ورته چا کنځلې وکړې او یا یې ورسره شخړه کوله، نو ودې وایي چې زه روژه دار سړی یم، او قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه دار انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی، د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي چې خوشحاله کوي یې: کله چې روژه ماته کړي نو خوشحاله شي او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو په خپله روژه خوشحاله شي».
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې) ده".
صحيح دی متفق علیه دی