Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

" په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ".
صحيح دی متفق علیه دی
«په یهودو او نصاراو دې د الله تعالی لعنت وي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل» عایشه رضي الله عنها وايي: که دا خبره نه وای (یعني دا منع او خبرداری)، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر به ښکاره شوی وای، خو دا وېره پېدا شوه چې جومات ترې جوړ نه شي.
صحيح دی متفق علیه دی
پر ابو موسی سخت دردونه راغلل، تر دې چې بې‌هوښه شو، او سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې و، او (د بې هوښۍ له امله یې) نه شو کولی چې څه ورته ووایي، خو کله چې په هوښ راغی ویې ویل: زه له هر هغه چا څخه بې‌زار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بې‌زاره شوی دی بې‌شکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بې‌زاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل وېښتان باسي او یا ګرېوانونه څيرې کوي.
صحيح دی متفق علیه دی
"کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
موږ د جنازې پسې له تګ څخه منع شوي یو، خو زیات ټینګار راباندې ندی شوی.
صحيح دی متفق علیه دی
موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو: موږ ته یې د ناروغ په پوښتنې، د جنازې پسې تللو، پرنجي کوونکي ته (یرحمک الله) ویلو، قسم یا قسم کوونکي ته براءت ورکولو، د مظلوم ملاتړ کولو، د بلونکي بلنې منلو، او سلام دودولو امر کړی او د طلا یعنې سرو زرو ګوتو په لاس کولو، یا د مهر لپاره کارولو، سپین زرینو لوښو کې له څښلو، په سپرلۍ د ورېښمني زین له اېښودلو او ورښمین ټوکر له اغستلو څخه منع کړي یو، همدا رنګه یې د هر ډول ورېښمو له کارولو منع کړي یو؛ هغه که عادي وي، یا غلیظ وي او یا قیمت بها ورېښمین.
صحيح دی متفق علیه دی