Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 87

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (46)
هغه به په فرض او نورو لمونځونه کې تکبیر ویلو، په روژه کې او له روژې پرته، نو کله به چې پاڅېده تکبیر به یې وکړ، بیا یې چې کله رکوع کوله نو تکبیر یې وکړ، بیا یې : سمع الله لمن حمده ووییل، بیا یې ربنا ولک الحمد وویل؛ مخکې لدې چې سجدې ته لاړ شي، بیا چې کله سجدې ته ټیټېده نو الله اکبر یې ووییل، بیا یې له سجدې څخه د راپورته کېدو پر مهال تکبیر وکړ، بیا چې کله له دوو سجدو څخه راپورته کېده نو تکبیر یې وکړ، او همداسې به یې په ټول رکعت کې کول، تر دې چې د لمانځه څخه فارغ شو، بیا یې چې کله مخ وګرځاوه نو ویې وییل : زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه په لمانځه کې په تاسو ټولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته زیات ورته والی لرم، او همدا یې تر هغه پورې د لمانځه طریقه وه تر څو چې له دنیا څخه لاړ.
صحيح دی متفق علیه دی
هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".
صحيح دی النسائي په الکبری کې روایت کړی
«کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ ، او کله یې چې: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، وویل: نو تاسو آمین ووایئ، ستاسو دعا به الله قبوله کړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه او رکوع یې وکړه، تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ، یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي، او ستاسو څخه مخکې راپورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا په هغې سره -جبران- شو (یعنې رکوع ته د وروسته تللو نقصان له رکوع څخه په وروسته پورته کېدلو سره جبران شو) او کله چې ووایي: سمع الله لمن حمده، تاسو ووایئ: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، نو ستاسو څخه به یې الله واوري، یقینا چې الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي دي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، او کله یې چې تکبیر وکړ او سجده یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او سجده وکړئ، بیشکه چې امام ستاسو څخه مخکې سجده کوي او ستاسو څخه مخکې له سجدې څخه پورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا په هغې سره -جبران شو - او کله چې قعدې ته لاړ نو ستاسو څخه د یو تن لومړۍ وینا دې دا وي: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». ثنا، ستاینې او پاکي الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي».
صحيح دی متفق علیه دی
«بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
صحيح دی متفق علیه دی
"د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی