Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

موږ ته د برېتو (سنت)اخېستلو، نوکانو لنډولو، تخرګونو وېستلو او د نامه نه لاندې برخې کلولو لپاره نېټه ټاکل شوې ده چې له څلوېښتو شپو یې زیات پرې نه ږدو.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه.
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې په تاسو کې چا اودس وکړ او موزې یې واغوستې نو لمونځ دې په کې وکړي، او مسح دې پرې وکړي، او که خوښه يې وه نو بیا دی يې پرته له جنابته نه باسي».
صحيح دی الدار قطني روايت کړی دی