Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 38

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«برېتونه لنډ کړئ او ږیرې اوږدې کړئ».
صحيح دی متفق علیه دی
عمرو بن أبی حسن مې ولیده چې له عبد الله بن زید څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د اوبو یو کنډول راوغوښت او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ، نو د لوښي څخه یې په لاسونو اوبو را واړولې، نو درې ځلې یې خپل لاسونه ووینځل، بیا یې لاس په کنډول کې ښکته کړ، نو درې ځلې یې خوله ووینځله، او درې ځلې یې پوزې ته اوبه واچولې او بیا یې سوڼ کړه، بیا یې پکې لاس ښکته کړ نو خپل مخ یې درې ځلې ووینځه، بیا یې دوه ځلې لاسونه تر څنګلو پورې ووینځل، بیا یې لاس ورکوز کړ او خپل سر یې مسح کړ، مخته یې داړه لاسونه راکش کړل او بیا یې شاته بوتلل، بیا یې دواړه پښې تر ښنګرو ووېنځلې.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کار پسې ولېږلم، هلته جنب شوم، اوبه مې ونه موندلې، نو په خاورو کې لکه د څاروي په څېر ورغړېدم، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، او پدې اړه مې ورته یادونه وکړه، هغه راته وفرمایل: «بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل.
صحيح دی متفق علیه دی
زه چې حيض شم نه پاکیږم، نو آیا لمونځ پرېږدم؟ هغه وفرمایل: «نه، هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه».
صحيح دی متفق علیه دی
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم چې هغه د خلکو یو ډېران ته ورغی او په ولاړه یې ادرار وکړې، زه څنګ ته شوم، راته یې وویل: «رانږدې شه» نو ورنږدې شوم تر دې چې د اوږو سره یې ودرېدم، نو اودس یې وکړ او په موزو یې مسحه وکړه.
صحيح دی متفق علیه دی
«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ» قَالَ فَقُلْتُ: مَا أَجْوَدَ هَذِهِ، فَإِذَا قَائِلٌ بَيْنَ يَدَيَّ يَقُولُ: الَّتِي قَبْلَهَا أَجْوَدُ، فَنَظَرْتُ فَإِذَا عُمَرُ قَالَ: إِنِّي قَدْ رَأَيْتُكَ جِئْتَ آنِفًا، قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُبْلِغُ - أَوْ فَيُسْبِغُ - الْوَضُوءَ ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ». هېڅ مسلمان نشته - چې په ښه توګه اودس وکړي، بیا ولاړ شي او د زړه له تله او د اندامونو په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړي- مګر دا چې جنت ورته ضامن دی» وایې نو ما وویل چې: دا څومره ښه کار دی، ګورم چې زما مخې ته یو بل تن وویل: له دې نه هغه مخکینی یې ډېر ښه و، نو ومې لیدل، ګورم چې عمر دی، ویې ویل: ما ولېدل چې ته لږ مخکې راغلې، ویې ویل: «له تاسو څخه چې هر څوک په بشپړ ډول اودس وکړي او بیا ووایي: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ) یعنې: زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي او له هرې یوې چې وغواړي ننوتلی شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی