Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 10

فلټرونه لرې کړئ
رسول الله صلی الله عليه وسلم یمن ته واستاوه، نو هغه ترې د هغو څښاکونو په اړه وپوښتل چې هلته جوړېږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هغه څه دي؟» ده وویل: «البِتْعُ او المِزْرُ» نو ابی بردة ته وویل شول چې: «البِتْعُ څه شی دی؟» هغه وویل: د شاتو نبیذ (یعنې هغه څښاک چې له شاتو جوړېږي او وروسته نشه‌وَر شي) او: المِزْر: د وربشو چمتو شوی څښاک دی، نو هغه صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هر نشه‌وَر (مستی راوستونکی) حرام دی». بخاري روایت کړی.
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي".
صحيح دی مسلم روایت کړی او البخاري ترې اخري جمله روایت کړی دی
"بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان (نیکي) فرض کړې ده، نو که تاسو وژل کوئ، نو په ښه طریقه یې وکړئ، او که تاسو حلاله کوئ، نو په ښه طریقه یې وکړئ، او که ستاسو څخه یو څوک حلاله کوي نو خپله چاړه دې تېره کړي، او څاروی دې راحت کړي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
زه د ابو طلحه په کور کې ساقي وم، په هغه ورځ د خلکو شراب "فضیخ" و -له خرما جوړ شوي شراب- نو رسول الله ﷺ اعلانوونکي ته امر وکړ چې خلکو ته اعلان وکړي چې : خبردار اوسئ! شراب حرام شول، انس وایي: ابوطلحه راته وویل: وځه، دا شراب توی کړه، نو زه ووتلم او شراب مې توی کړل، تر دې چې د مدینې په کوڅو کې وبهېدل، ځینو خلکو وویل: " ځینې خلک چې مړه شوي او شراب یې په نسونو کې و (یعنې د هغوی به څه کېږي) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا}(المائدة: 93 آیت) یعني: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته...)
صحيح دی متفق علیه دی
موږ د ذوالحلیفه په سیمه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې خلک وږې شول، نو دوی اوښان او پسونه په غنېمت کې ونیول، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو تر شا وو، نو دوی په بیړه حلال کړل او دیګونه یې باندې کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې دېګونه واړول شي، بیا یې له سره وېش وکړ، نو لس پسونه یې د یو اوښ سره مساوي کړل، یو اوښ له دوی څخه وتښتېد، نو دوی ورپسې شول تر دې چې ستړي شول، دا په داسې حال کې چې دوی سره لږ شمېر آسونه وو، نو له دوی څخه یو سړي غشی وار کړ، تر دې چې الله تعالی پرې را اېسار کړ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا څاروي د وحشي ځناورو په څېر طبیعت لري، نو هغه څه چې تاسو یې د ماتولو توان نه لرئ، دا کار ورسره وکړئ»، بیا رافع وویل: "سبا ویره شته چې د دښمن سره مخ شو، حال دا چې چاقوګان نه لرو ، نو آیا کولی شو په دورمو حلاله وکړو؟" هغه وفرمایل: "هر هغه څه وخورئ چې د حلالې په پایله کې یې وینه بهېدلي وي او د الله تعالی نوم پرې یاد شوی وي، پرته له غاښونو او نوکانو څخه چې زه به تاسو ته د هغې شیانو په اړه خبر درکړم: ځکه غاښونه هډوکی دی، او نوکان د حبشیانو د حلالې توکي دي".
صحيح دی متفق علیه دی
د هر ډول وحشي ځناور (له خوړلو) څخه منع فرمایلي دي چې داړې ولري، او د هر ډول الوتونکې مرغۍ څخه چې پنجې ولري.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله.
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې له ښکاري او یا د رمې ساتنې له سپي پرته بل کوم سپی وساتي نو هره ورځ به یې له اجر (د عمل له ثواب) څخه د دوه قیراطونو په اندازه ثواب کمېږي» سالم وایي: او ابو هریره به ویل: «أَوْ كَلْبَ حَرْثٍ»یعنې «یا د کروندې دساتنې سپی»، حال دا چې (ابوهریرة) د کروندې خاوند و.
صحيح دی متفق علیه دی