Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.
صحيح دی متفق علیه دی
د عُكْل او یا عُرَيْنَةَ څخه ځینې خلک راغلل چې د مدینې هوا ناروغه کړل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د اوښانو سپارښتنه وکړه چې متیازې او شېدې یې (د درملنې په موخه) وڅښي، نو لاړل (ویې څښلې) او کله چې ورغېدل نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شپون یې وواژه او څاروي یې له ځان سره مخکې کړل، همغه و چې د ورځې په پېل کې یې خبر راورسېد، نو خلک یې پسې ولېږل، کله چې لمر ښه راپورته شو دوی راوستل شول، نو امر یې وکړ او لاسونه او پښې یې پرې شوې او سترګې یې په سکروټه شوو مېښونو وداغل شوې او په دښته کې پرېښودل شول، اوبه یې غوښتلې خو نه ورکول کېدې، ابو قلابه وایي: دا هغه خلک وو چې غلا او قتل یې کړی و او له ایمان راوړلو وروسته کافران شوي وو او د الله او د هغه له رسول په وړاندې جنګېدلي وو.
صحيح دی متفق علیه دی
جبرائیل علیه السلام نبي ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې محمده! ناروغ یې؟ هغه وفرمایل: هو، ویې ویل: «بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ». «د الله په نوم دې دموم، له هر هغه شي نه چې تا ځوروي، د هر نفس او د حسد کوونکي له بدۍ څخه، الله دې شفا درکړي، د الله په نوم دې دموم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېرېږم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو د هغه لپاره به یې دعا کوله، او ویل به یې: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«لَأُعْطِيَنَّ هَذِهِ الرَّايَةَ غَدًا رَجُلًا يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَى يَدَيْهِ، يُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيُحِبُّهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ»، قَالَ: فَبَاتَ النَّاسُ يَدُوكُونَ لَيْلَتَهُمْ أَيُّهُمْ يُعْطَاهَا، فَلَمَّا أَصْبَحَ النَّاسُ غَدَوْا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُّهُمْ يَرْجُو أَنْ يُعْطَاهَا، فَقَالَ: «أَيْنَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ؟» فَقِيلَ: هُوَ يَا رَسُولَ اللَّهِ يَشْتَكِي عَيْنَيْهِ، قَالَ: «فَأَرْسِلُوا إِلَيْهِ»، فَأُتِيَ بِهِ فَبَصَقَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي عَيْنَيْهِ وَدَعَا لَهُ، فَبَرَأَ حَتَّى كَأَنْ لَمْ يَكُنْ بِهِ وَجَعٌ، فَأَعْطَاهُ الرَّايَةَ، فَقَالَ عَلِيٌّ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أُقَاتِلُهُمْ حَتَّى يَكُونُوا مِثْلَنَا؟ فَقَالَ: «انْفُذْ عَلَى رِسْلِكَ حَتَّى تَنْزِلَ بِسَاحَتِهِمْ، ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى الإِسْلاَمِ، وَأَخْبِرْهُمْ بِمَا يَجِبُ عَلَيْهِمْ مِنْ حَقِّ اللَّهِ فِيهِ، فَوَاللَّهِ لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلًا وَاحِدًا، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ». «سبا ورځ به بیرغ هغه چاته ورکوم چې په لاسونو به یې الله فتح وکړي، دی هغه څوک دی چې د الله او د هغه د رسول سره مینه لري، او الله او رسول یې له هغه سره مینه لري»، وایې: خلکو شپه پداسې حال کې سبا کړه چې هر یو د دې تمه درلوده چې چاته به ورکول کیږي، نو کله چې خلکو سهار کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل، هر یو یې تمه درلوده چې بیرغ ورکړل شي، نو هغه وفرمایل: «علي ابن ابي طالب چېرته دی؟» ورته وویل شو: هغه د خپلې سترګې څخه شکایت کوي، ویې ویل: «هغه ته یو څوک ورولیږئ» نو راوستل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سترګو کې لیاړې تو کړې او دعا یې ورته وکړه، نو داسې روغ شو لکه هېڅ ناروغي یې چې نه درلوده، نو بیرغ یې ورکړ، علی وویل: اې د الله رسوله، آیا تر هغه ورسره وجنګیږم چې تر څو زموږ په څېر شي؟ نو هغه وفرمایل: په طبيعت دې ولاړ شه تردې چې د هغوی سيمې ته ورسېږې، بيا هغوی اسلام ته راوبله او د الله تعالی پر واجب حق يې خبر کړه، قسم په الله که چېرته ستا له امله الله يو سړي ته لار وښيي دا درته له سرو اوښانو غوره ده».
صحيح دی متفق علیه دی