Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي،، نو کله چې بنده {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} ووایي، نو الله تعالی وفرمايي چې : زما بنده زما حمد ادا کړ ، کله چې ووایي: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، نو الله جل جلاله وفرمايي چې: زما بنده پر ما ثنا وویله، او کله چې ووايي: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، نو وفرمایي چې: زما بنده زما لویي بیان کړه،. یو ځل (راوي وویل) الله تعالی وفرمایي چې: خپلې چارې یې ماته راوسپارلې، نو کله چې ووایي: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}: الله تعالی وفرمایي چې : دا زما او زما د بنده ترمنځه ده، زما بنده چې هر څه وغواړي هغه لره شته، نو کله چې ووایي: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، وایي: دا زما د بنده لپاره دي او زما بنده ته هر هغه څه شته چې هغه یې غواړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي دا نو بیا هغه وخت دی چې : {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا}[الانعام: 158]، یعنې هیڅ نفس ته به یې ایمان ګټه ونه رسوي پداسې حال کې چې مخکې لدې یې ایمان نه وي راوړی، او یا یې په ایمان کې نیکي نه وي کړي. او خامخا به قيامت پداسې حال کې راشي چې دوه سړيو به خپلو کې جامه (رخت ) د خرڅلاو لپاره خپور کړی وي، نو راکړه ورکړه به یې تر منځه ونه شي او نه به یې بېرته راټول کړای شي او خامخا به قيامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې - رالوشلې وي - نو وبه یې نه څښي، او خامخا به قیامت پداسې حال کې راشي چې یو سړي به خپل د اوبو ډنډ اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې و نه څښي، او خامخا به قیامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي خو وبه یې نه خوري».
صحيح دی متفق علیه دی