Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 22

فلټرونه لرې کړئ
کله چې له حدیبیې څخه د راګرځېدو پر مهال په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللهُ} تر {فَوْزًا عَظِيمًا} پورې [الفتح سورت: له ١ څخه تر ٥ پورې آیتونه] صحابه کرام ډېر خفه او غمجن ول، حال دا چې خپلې قربانۍ یې په حدیبیه کې ذبح کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته خطبه ورکړه نو ویې وییل: « اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی ، خلک دوه ډوله دي، نیک، پرهیزګاه او د الله تعالی په وړاندې عزتمن، او بې لارې بدبخته، او د خلکو په وړاندې سپک، او خلک د آدم اولاده دي، او الله تعالی آدم له خاورې پیدا کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13] .اې خلکو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى».
صحيح دی الترمذي او ابن حبان روايت کړی دی
(پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
یو سړي واوريدل چې سړي بار بار {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} لوسته، نو کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې عمل یادونه یې ورته وکړه، داسې و لکه دا عمل چې د هغه سړي په اند لږ و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:«قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی